آزادی

ما خواهان افغانستان آزاد، مستقل، دموکرات، سیکولار و عاری از هرگونه تبعیض لسانی، سمتی و مذهبی هستیم

آزادی

ما خواهان افغانستان آزاد، مستقل، دموکرات، سیکولار و عاری از هرگونه تبعیض لسانی، سمتی و مذهبی هستیم

خالد افغان عسیری ځواب

فولاد

کابل

افغانستان

خالد افغان عسیری ځواب

                                                                                                             

څه موده د مخه می د ټول افغان په سایت کی یوه د غرض او مرض نه ډکه لیکنه ولیدله چی په لیدو سره یی ومی نشو کړای قرار کینم نو ومی غوښتل چی ددغی لیکنی په ځواب کی یو څه ولیکم.

 ړومبی زه د خالد افغان عسیری څخه مننه کوم چې خپل "بډایه"، "کره"، "بیلوری" او "سمپاتیک" معلومات د ملالۍ جویا په اړه سرګند کړه او خپل اصلی ماهیت، ذلت، تاریخ نه بې خبری او خصومت یې په ‌ډاګه کړو.                                      

زما په نظر دغه فقیره لیکنه به د عسیری خپله نه وی، ځکه چې هغه یو لیکوال او د ملی مسؤلیت احساس دعوی لری او پدی ارزښتناکه معلوماتو که راغلی چې (شعله جاوید ګوند)، (سازمان رهایې آزادی بخش زنان)، (ملالۍ جویا د صبغت لله مجددی لخوا له پارلمان څخه اخراج او په بښنې غوښتلو اړشوه)، (ګمان کیږی چې شعله جاوید ګوند عضوه وی).          


                                                                                                              

 

حال دا چې شعله جاوید یوه نشریه وه نه کم ګوند بل داچې د "سازمان رهایې آزادی بخش زنان" په نوم هیڅ سازمان تاریخ کې شتون نه درلود جالبه خبره خو داده چې صبغت الله مجددی د سنا نه اولسی جرګې ته څه وخت تبدیل او ملالۍ یې له پارلمان اخراج او بښنې غوښتنې ته اړ کړه، عسیری پدی که شک نشته چې ملالۍ د پارلمان پریخودو ته اړ شوه ولی هیڅ وخت له خپلې قاطع موضع څخه په شاه نه شوه او د بښنې غوښتلو پر ځای شوری پریخودل یې غوره وګڼل ځکه چې لوظ بدلول د مرتجعینو او قسم خورو جهادیانو کار دی. په حقایقو سترګې پټول د منافقو او حلقه بګوش خلکو فعل دې حقیقت خو دادې چې ملالۍ د لومړی ځل لپاره فراه ولایت غیور اولس لخوا نه په پوره ډاډ اول لویه جرګې ته او بیا اولسی جرګې ته واستول شوه نه د کوم سیاسی ګوند یا سازمان نوموړی ددې لپاره چې د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب او ملې مسؤلیت ادا کړی هغه سکوت چې د جنایتکارانو، ملې خاینانو، ګډاګیانو، ټوپکسالارانو او غټ خیټو جهادیانو پر وړاند د کالونو راهیسې خپور ؤ ور مات کړو او د هغوی اصلې څیره یې وطنوالو او جهانیانو ته بربنډه کړه چې ددی سره واقعی هیواد والو او بشردوسته نړیوالو تنده ماته او د قهرمانی ملالۍ جویا سره همکاری او ملاتړ نور هم پیاوړې کړو. دا چې خالد عسیری هغه (غرب پلوې، تیروتنه او غولونه) بولې ناچار دی باید د خپلو هغه بادارانو څخه دفاع وکړی چا چې لاسونه د ۶۵۰۰۰ زره بی ګناه هیواد والو په وینو سره دی، د دفاع وزارت لاسته راوړلو لپاره یې کابل راکټ باران کړی، او د جهاد په نامه ۸ میلیون او ۱۰میلیون ډلر د امریکا څخه په میاشت کی اخیستی او ټوله ورځ به نصرالله بابر او د خپل نیکه ضیاءالحق په خپو او اوس د لمسیو (ای اس ای) په پل پل کدی او دا محال دغه اشغال شوی دولت کې ارګ د مشاورت نه نیولی تر د مالی، اقتصاد وزارت او په ولایاتو کی والیانو تر څوکو پوری په عیش و ماش او نژادی، سمتی، او ژبنی تبعیض کې ډوب دی او یرغل ته مداخله، مداخلې ته خپلواکې او دښمن ته دوست وای، غرب پلوی او اولس غولونه نور څنکه یې خو ښاغلې عسیری په سترګو کې خاورې شیندی او هغه څوک ګرم بولی چاچې خپل ځان، مال، او څوکې له ملت او وطن لپاره قربان کړې او ټول هغه داخلی او خارجی جنایتکاران یی پارلمانی تریبیون له لارې رسوا کړی او تور ته تور او سپین ته سپین وییلې دی.                                                                                                    

په دی کې شک نشته چې ملالۍ ته د امریکا اولس (حقوقې تنظیمونو) په سپارښتنه د امریکا دولت ویزه ورکړې، په علت باید ته پوه شی دا ځکه چې ملالۍ بار بار په خپلو ویناؤ کې امریکا مستقیماً محکوم کړی او د هغی نظامی شتون یې په افغانستان کې استقلال سره ټکر بللې دې او همیشه یې په خپلو خارجی سفرنو کې د امریکا او ناټو ښکیلاکګره څیره د هغوې اولس ته ورپیژاندې او هیڅ وخت یې ستا او ستا منافقو بادارانو غوندې (خیټالوژۍ) خبرې ندی کړې.                 

عسیری! به له کوم (افغانیت، غیرت، او د ښځو اسلامی حقوقو) څخه بحث کوې، زه پوه نه شوم شاید د هغه افغانی غیرت او د ښځو اسلامی حقوقو څخه به بحث کوی کوم چې د دوی مشرانو زموږ اولس ته ډالۍ کړی، لکه په سروبی کې قومندان زرداد (سپی) د افغانو میرمنو د غوږو څخه غوږوالې او د ګوتو څخه ګتمې په بډه کولې، یا هغه افغانیت له کوم امله چې ناهید ځان شهید کړو، یا هغه د ښځو اسلامی حقوق کوم امله چې زموږ افغانې خویندې ځان غرغره کوی، یا هغه (جهادې) غیرت کوم له امله چې افغانو میرمنو جنسې تیرې، تیینو، پوزو، غوږو غوڅول او په عام محظر کې زیږونه زغملې.                                                                                                                                   

دا خبره دی منم چې غربیان ښځه تجارتی توکې په څیر استعمالوی ولې سوال دادی ښاغلې چې تا څه کړی؟ ته خو یې د کور د لوخی په څیر استمعالوی دلویانو خبره (ملا خپل ځان هیر کړی بل ته مصلی کړی) ولی هیره دی نه وی چې په غرب کې ښځې څه نا څه اګاهی ته رسیدلی او له خپلو حقوقو برخمنی شوی دی. مګر په افغانستان کې ستا پشان جاهله، نا اهله او متعصبو اشخاصو له کبله اسلامې حقوق لاڅه چې د انسانی حقوقو څخه محرومه دی او ورځ تر بلې پری د ژوند شرایط راتنګ کیږی.                                                                                                                    

له نیکه مرغه د افغان میرمنو د امید ډیوه (ملالۍ جویا) لا تر اوسه ځلیږی، نوموړې خپل د مظلوم اولس او په ځانګړې ډول ښځو د حقوقو تأمین لپاره په هیواد او د باندی نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړی او کوې د مغرضو او مخربو افرادو لکه عسیری پروپاګنډې ورته هیڅ اهمیت نلری او خپلې دغه مبارزې ته به تر هغه وخت دوام ورکړی تر څو چې ورته افغانستان ضرورت لری.

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد